اسلام آباد۔7نومبر(اے ??ی پی) پاكستان د فل??طين په اړه د ملګرو ملتونو د خاص استازي فرانسسکا البانی رپورټ خوشبينه ګرځولے په كوم كښې چې وئيلې شوي اسرائيل په غزه او لوئيديزه غاړه كښې د جبري نقل مكانۍ ٬ تباهۍ كولو او نسل كشۍ منظمه ايجنډا مخ په وړاندې بوځي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي چې اسرائیل د سيمه ايزې پراختيا او نورو کړنو له لارې د فل??طین د خلقو نسل كشي کوي۔ وياندې ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د خصوصي دريځ تائيد كوي چې اسرائيل د ملګرو ملتونو د فېكټ فائنډنګ ډلو غزه ته داخلېدو څخه د انكار په شمول د نړيوالو تحقيقاتي هڅو په لاره كښې خنډان اودروي۔ مونږ د فل??طيني وګړو په ضد د اسرائيل د بې درېغه ظلمونو ختمولو ٬ غزه ته پرله پسې د بشري مرستې رسولو او د يو اېن آر ډبليو اے ??خوا د بشپړه مالي مرستې او تحفظ باوري كولو ل?? په پرېكنده ډول كار كولو له نړيوالې ورورولۍ څخه د هغوي د غوښتنې ملاتړ كوؤ۔ دې ووئيل پاكستان د يو اېن آر ډبليو په شمول د مرستېاله كاركنانو او ايجنسو په ضد په اسرائيلي كاررو??يۍ او په روغتونونو او د وېكسينېشن په مركزونو په پرله پسې ??نګ اندېښنه لري۔ وياندې ووئيل په غزه كښې د روغتيا بنيادي اډانه له مينځه وړولو څخه وروستو اوس اسرائيللی قابض پوځ د لبنان روغتونونه به نخښه كوي۔ تر دې دمه 34 روغتونونو ته زيان رسېدلے دے ، 111 ایمرجنسی میډیکل ټیکنېشن وژلې شوي۔ په لبنان كښی 107 اېمبولېنسون?? په نخښه كړې شوي۔ دې ووئيل په فل??طين او لبنان كښې په بشري ايجنسو او كاركنانو دا ډول بريدونه د غزه خلقو ته د فوري مرستې رسولو په لاره كښی خنډان اودروي۔ دې سره د لكھونو په شمېر كوچنيانو په شمول د روغتيا څانګې لپاره د اوږې مودې خطرې رامخې ته شوي دي۔ دې ووئيل پاكستان فل??طين او لبنان كښې د فوري ??نګ بندۍ ٬ ضرورتمندو ت?? په بشري بنيادونو د لاس رسنې او د روغتيا خيال ساتلو غوښتنه كوي۔