اسلام آباد۔25 اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د ميانوالي په ملا خېل سيمه كښې د 10 خارجيانو په وژلو پنجاب پوليس ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې قام د پوليس په مېړنو ځوانانو وياړي ٬ د خارجيانو ناوړې ارادې ??ه دغسې ناكامه كوؤ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د خارجيانو په ضد په وخت او د فعاله كارروايۍ په كولو د پنجاب پوليس ا?? ددې د كاؤنټر ټېررزم ډپيارټمنټ كاركردګي ستائلو سره ووئيل قام د پوليس په مېړنو ځوانانو وياړي٬ خارجيان ??ه دغسې په خپلو ارادو كښې ناكامه كوؤ۔ ده ووئيل هېواد څخه د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې ??ه د خارجيانو په ضد جنګ دوامدار وي۔