اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته وئيلي شوي د يوټيليټي سټورز كارپوريشن بندولو پريكړه نه ده شوې ، د شراكت دارو په مشاورت سبه د دې ادارې ري سټركچرنګ كولې شي۔ د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پاك ډبليو ډي او يوټيليټي سټورز بنديز سره د ملاز??ان?? بے روزګاره كيدو په اړه د آصفه بھټوزرداري ، سيد نويد قمر، راجه پرويزاشرف او نورو غړو د پام راګرځونې په نوټس د صنعت او پيداوار پروفاقي وزير راناتنوير حسېن ووئيل يوټيليټي سټورز نه دي بند كړې شوي،ما وړاندې هم وضاحت كړے جې يواځې د ادارې ري سټركچرنګ كيږي، د ملاز??ان?? به بشپړ تحفظ كولې شي۔ده ووئيل ري سټركچرنګ كښې د ملاز??ان?? نمائندګانو پشمول ټولو شراكت دارو سره به مشاورت كولې شي۔يوټيليټي ضروري ادار?? ده او مهم خذمات ترسره كوي۔ اېس او ايز آرډيننس كښې واضح?? ده چې د ضروري ادارو نجكاري به نه كېږي ۔ د آصفه بھټو زرداري د ضمني پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كابينه كارروائي كښې داسې لفظ نه دې راغلے چې ورسره ابهام پيدا كېږي مونږ په تفصيل سره صورتحال واضحه كړے،دا اداره شهيد بھټو جو??ه كړې وه او د دې مقصد عا??و وګړو له ريليف وركول وو ، وخت سره سره د بي آئي اېس پي غوندې ادارې هم جو??ي شوي ۔ ده ووئېل د بي آئي اېس پي بجټ 600 اربه دے، يوټيليټي سټورز لپاره د 60 اربه روپو سبسډي منظوري هم وركړې شوې دغسې چې وګړو له په آرزانه بيعه او معياري څيزونه وركړې شي