اسلام آباد 12جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې د اعلٰی كچ كمېټۍ وړومبۍ غونډه وشوه چې پكښې سږ كال د اكتوبر په 15مه او 16مه نېټه اسلام آباد كښې كېدونكي د ا??س سي او كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ(سي اېچ جي)غونډې له د ضروريات او انتظامات جاج واخستلے شو۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې د ا??س سي او كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ غونډې كوربتوب په ښه انداز باوري كولو لپاره د وزيراعظم په هدايت د اعلٰی كچ كمېټي جوړه كړې شوې ۔د كمېټۍ په غړو كښې وفاقي وزيران٬ د اقتصادي چ??رو٬داخله٬اطلاعات او خپرونو ??ه علاوه د خارجه چارو٬كابينې او داخله سېكرټريز او د سي ډي اے چيئرمېن شامل دي۔ دغسې كمېټۍ د ضروريات ګوته كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه او اړوندو چارواكو ته ئې د ا??س سي او مشق٬ د پاكستان نړيوال حېثيت٬د پاكستان روايتي مېلمستيا په ړه همغږۍ او د موثر انتظامات هدايات وكړل ۔په دې مهال د كمېټۍ غړو د روانو تېارو په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه ۔په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير د تېارو رفتار برقرار ساتلو په ضرورت زور راوړو۔په كال 2017 كښې د ا??س سي او بشپړ غړي جوړېدو نه پس پاكستان ا??س سي او د مختلف فارميټس په هلو ځ??و سره برخه اخلي۔پاكستان ا??س سي او كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ(سي اېچ جي)چيئر په توګه سږ كال د كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ 23مې غونډې كوربتوب كوي۔كونسل آف هيډز آف ګورنمنټ د ا??س سي او دوهم لويه پريكړه كونكې اداره ده٬دا د سماجي٬اقتصادي٬كلتور او نورو بشري مرستې مسئلو سره سره ا??س سي او بجټ او مالياتي چ??رو په اړه كار كوي ۔