اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري سره پارلماني غړو ??و د ګوند لارښودو جلا جلا وليدل چې پكښې د هېواد په مجموعي سياسي ??و د ګوند په تنظيمي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د زيارت په ورځ د پيپلز پارټي ميډيا سېل لخوا د جاري بيان له مخې چيئرمين بلاول بھټو زرداري سره خېبرپښتونخوا څخه د پيپلز پارټي نائب صدر ساجد حسېن طور?? د پارلمان په ودانۍ كښې وليدل او په دې موقع ئې د صوبې په تنظيم او سياسي چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ دغسې بلاول بھټو زرداري سره د ګوند د سينټرل اېګزيکټو کمېټۍ غړي قمر زمان کائر?? هم وليدل چې پكښې د پنجاب په سياسي صورتحال خبرې وشوې ۔ بلاول بھټو زرداري سره د قامي اسمبلۍ پخواني غړي رضا رباني کھر هم ملاقات وكړو ??و د کوټ ادو په سياسي صورتحال ئې خبرې وكړي ۔ دغسې د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري سره د سرګودها ډويژنل صدر تسنيم قرېشي هم ملاقات وكړو۔ په دې موقع د ډويژن په سياسي او تنظيمي صورتحال خبرې وشوه٬ په دې مهال بلاول بهټو سره د قامي اسمبلۍ غړې شرميلا فاروقي او حشام رياض هم ملاقات وكړو۔