اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزارت د روانې مياشتې په مهال په اس??ام آباد كښې كېدونكې ?? شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې په موقعه فول پروف امنيت باوري كولو له د تګلارې منظوري وركړې ده۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال به د پاك پوځ ٬ رېنجر?? ٬ ??ېف سي او د پنجاب پوليس ??ضا??ي نفري هم تعينات كولې شي۔ د شو??ؤ په ورځ د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې ?? شنګھائی مرستې تنظيم كنفرنس تياريانو سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې وفاقي داخله سېكتر ٬ اېډيشنل سېكترانو ٬ چیف کمشنر اس??ام آباد، آئی جی پولیس اس??ام آباد، ډپټی کمشنر اس??ام آباد، ډپټی کمانډنټ اېف سی، سېکتر کمانډر پاکستان رینجرز او د امنيتي ادارو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اېس سي او سرمشريزې غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو بشپړ جاج واغستے شو۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د روانې مياشتې په مهال ?? شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه په پاكستان كښې كېدل زيات مهم دي۔ په دې سمټ كښې يو شمېر مشران ګډون كوي٬ د نړيوال كنفرنس په پاكستان كښې كېدل ټول اولس لپاره درناوې دې۔ ده ووئيل د اېس سي او سرمشريز كنفرنس په موقعه به په هره كچه فول پروف انتظامات باوري كولې شي۔ د اېس سي او كنفرنس په مهال به اس??ام آباد ښكلے كولے او د صفايۍ به خصوصي انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د اېس سي او غونډې په مهال دې ټولې اړوندې ادارې خپل متعين كړے شوے كردار ترسره كړي۔ ټولو له به په ګډه د كنفرنس په سولييز او كامياب ډول تابيا كېدل باوري كول وي۔