نيويارك 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاكستان معيشت ټولو څانګو له د امريكې سرمايه ك??ر راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ په ك??روبار كښې آسانيو لپاره سهولت وركولو پلو پام كوٶ، د خاص سرمايه کارۍ سهولت کونسل قيام مقصد د سرمايه ك??رو باور زياتول٬ د مسئلو سمدستي حل او د سهولت كارۍ د لارې په منصوبو عملدرامد ګړندے كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د ملګرو مل??ون?? د عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې په مهال په نيويارك كښې د امريکا پاکستان بزنس کونسل پلاوي ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د کونسل صدر او نور اعلٰې عهدېدار او د امريكې دې کارپورېټ انټرپرائزز ??شر??ن هم موجود وو۔ وزيراعظم پاك امريکا تجارتي او د سرمايه کارۍ اړيكو ته د لا پراختيا وركولو په اړه ووئيل د پاكستان معيشت په ټولو څانګو كښې د امريكې سرمايه ك??ر راغب كولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ په ك??روبار كښې آسانيو لپاره سهولت وركولو پلو پام كوٶ او په دې لړ كښې د كارپورېټ حلقه جات تجويزونو ته ترجيح وركوٶ٬ ګډون كوٶنكي د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل نه خبرولو سره وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې اېس آئي اېف سي د يو اعلٰې كچ ون ونډو اېجنسي ده كومه چې غېر ملكي سرمايه ك??رو ته په څلورو مهمو څانګو زراعت، انفارميشن ټيکنالوجي، توان او کان کنۍ په منصوبه سازۍ او د عملدرامد پحقله سهولت وركوي۔ وزيراعظم ووئيل دې كونسل مقصد د سرمايه ك??رو باور زياتول٬ د مسئلو سمدستي حل او د سهولت كارۍ د لارې په منصوبو عملدرامد ګړندے كول دي۔ وزيراعظم د پاکستان معيشت په بېلو څانګو په خاص توګه زراعت، فن ټيک، دوا سازۍ، تيل او ګاز او کان کنۍ پشمول ټيکنالوجي سيکټر رامخې ته كړل كومو څخه چې د امريكې كمپنۍ د حكومتي پاليسيو څخه استفاده كولې شي او په شريكه توګه ګټورې منصوبې پېل كولې شي۔ په غونډه كښې پاکستان كښې د امريکې د سرمايه کارو سينئر نمائندګانو ګډون وكړو چې پكښې سينئر نائب صدر او انټرنيشنل يو اېس چيمبر آف کامرس مشر جان مرفي، اېګزيکټيو ډائريکټر ايشيا، صدر امريکا پاکستان بزنس کونسل ايسپر??نز?? جيلاليان، د ايکسلريټ انرجي صدر او چيف ايګزيکټو آفيسر اسټيون کوبوس، د پيپسي کو، ايکسيليريټ انرجي، ټي آر جي پاکستان، ماسټر کارډ، پي اينډ جي ، ايلومينا او ايبټ سينئر نمائندګان شامل وو۔ د امريکا پاکستان بزنس کونسل صدر ايسپر??نز?? جيلاليان په دې موقع ووېيل پاکستان امريکائي سرمايه کارۍ لپاره سازګار ځاے دے او په دې لړ كښې زيات استعداد لري۔ دې زياته كړه چې د كونسل پلاوي د پاكستان دوره ډېره زر متوقع ده او د دغې دورې په مهال به د سرمايه ك??رۍ نورو موقعو د لټولو موقع ترلاسه شي۔ د دې نه وروستو د امريکائي کاروباري کمپنو نمائندګانو وزيراعظم سره خبرې وكړې او وزيراعظم د دوي د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه وركړل