اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم آرډينيټرې رومينه ??ورشيد عالم د مېندو كوچنيانو ته شوده وركول مهم ګرځولو سره وئيلي دي په دې كښې د ماشومانو او د مېندو دواړو د صحت لويه ګټه پرته ده ځكه چې دې سره ماشومانو ته د ضروري غذائي څيزو??و رسنه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??ومينه ??ورشيد عالم د ‘ورلډ برېسټ فيډنګ شعور بېدارولو اونۍ” په موقع پارليمنټرينز سره د قامي پرچار ا?? حساسيت سېمينار ته د كليدي وېنا كونكې په حېث خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل د مور او ماشوم مداف??تي نظام كښې اضافه كېږي او د مور او ماشوم ترمېنځه جذباتي رشته وده مومي،شوده وركول په صحت منده خصمانه كښې مرسته كوي او د مور او كوچني اړيكې مضبوطوي او د دې مثبت معاشي او ماحولياتي اثرات مرتب كېږي۔ دې ووئېل د تعليم، پاليسۍ او د ټولنې مرستې څخه د شودو وركولو ودې څخه صحت مند ژوند او د زيات روښانه ??باون سبب باوري كېدې شي۔ د سېمينار اهتمام سېو دي چلډرن د موسمياتي بدلون او د ماحولياتي رابطې وزارت، د ډبليو اېچ او، يونيسيف او ورلډ فوډ پروګرام په اشتراك سره كړے ٶ۔ سېمينار ته پارلماني س??کرټري ډاکټر شاهده رحماني هم وېنا وكړه۔