اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د نشه اي توكو مخنيوي وفاقي وزير محسن نقوي سره د سري لنکا هائي کمشنر اېډمرل (ر) رويندرا چندرا سري وجے ګونارتنے ليدلي٬ د ملاقات ??ه مهال د شريكې خوښې په چارو او په سري لنكا كښې كلونو راهسې د بندي پاكستانيانو خوشې كولو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې موقع د تېرو څو كالو راهسې په سري لنكا كښې د ايسار كړې شويو پاكستاني بنديانو په 7 ورځو كښې پاكستان ته د راوستلو پرېكړه وشوه٬ په سري لنکا كښې پاکستاني بنديان وطن ته راوستلو لپاره دواړه اړخونو د ضروري كاروائۍ زر تر زره په ترسره كولو متفق شول۔ د سري لنکا هائي کمشنر د پاکستاني بنديانو خوشې كولو لپاره د هر ډول ممكنه مرستې باور ??ركړو۔ وفاقي وزير محسن نقوي د بندي كسانو هېواد ته راوستلو كښې په مرسته كولو د هائي كمشنر مننه وكړه۔ په ملاقات ??ښې د نشه اي توكو او په بار??ر سکيورټي چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې وخت تېرېدو سره مضبوطېږي٬ شريكې اړيكې نورې وړاندې بوتللو لپاره په تندۍ سره اقداماتو ته اړتي?? ده۔ وفاقي وزير په ??ې خبره زور رواړو چې د نشه اي توكو مخنيوي او د بار??ر سکيورټي پحقله شريكې مرستې ته وده وركول د وخت تقاض?? ده۔ د سري لنکا هائي کمشنر ووئيل سري لنکا پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔